دخرڅلاویاپلورلوڅخه وروسته دپلورل شو...

Egypt's Dar Al-Ifta

دخرڅلاویاپلورلوڅخه وروسته دپلورل شوی توکی په قېمت کې د فرق راتللو حکم

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د (۲۰۰۵) میلادي کال د (۲۸۱۰) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او پوښتنه لري :

زما خور یوه اندازه ځمکه په ابتدائي سند سره خرڅه کړله ، له لږ مودې وروسته د نومړې ځمکې په خواکې د یو رسمي سرک جوړول شروع شول او د برېښنا مزی هم پکې تېر شول چې په دې سره د ځمکې قېمت لوړ شو . نو ایا زما خور دا حق لري چې هغه قېمت و غواړي چې اوس لوړ شوی دی ؟

ځواب

الله () ویلي دي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ))[المائدة : ۱]
مانا : ای مومنانو ! په (خپلو) عقدونو وفا وکړۍ .
او رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ارشاد فرمایلي دي :
(الْمُسْلِمُونَ عِنْدَ شُرُوطِهِمْ)
ژباړه : مسلمانان په خپلو شرطونو پابند دي . حدیث شریف په بخاري او داحادیثو په نوروکتابونو کې ذکر دي
په بل روایت کې را غلي دي :
(الْبَيِّعَانِ بِالْخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا)رواه البخاري وغیره
ژباړه : اخیستونکی او خرڅونکی تر هغو پورې د بیع ردولو حق لري چې یو له بله جلا شوي نه وي .
او عقد یا سند د دو کسانو تر منځ دا سې ده لکه شرعي حکم .
نو بنا پر دې  : یوازې هغه پیسې چې د دواړو لورو تر منځ په سندکې لیکل شوي دي په اخیستونکي باندي لازمي کرځې ، او اخیستونکی دا حق نه لري چې د سند د لیکولو نه وروسته بیا د نورو پیسو غوښتنه وکړي او نه هم اخیستونکی دا حق لري چې په سند کی له لیکل شویو پیسو کمې ور کړي .
            والله سبحانه وتعالی أعلم
Share this:

Related Fatwas

OSZAR »